ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
یا تاسو پوهیږئ چې مشهور عکاس آرا ګولر د افروډیسیس لرغونی ښار په تصادفي توګه کشف کړی دی؟
![ایا تاسې پدې پوهیدلۍ](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3477/e39d/15e2/618d1e7f04eea.jpg?time=1718695564)
یا تاسو پوهیږئ چې مشهور عکاس آرا ګولر د افروډیسیس لرغونی ښار په تصادفي توګه کشف کړی دی؟
د تورکیې نامتو انځورګر آرا ګولر چې په ۱۹۵۸ کال کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله د ماموریت د سفر پر مهال يي خپله لاره ورکړه کړه. په کوم کلي کې چې هغه دمه کړې وه هغه ډیر او تاریخي ستونونه ، ستنې ، مجسمې ویني او سمدلاسه عکسونه اخلي. د آرا ګولر لخوا اخیستل شوو دې عکسونونو، د نړۍ د مهمو خپرونو او یونیسکو سازمان پام ځانته رااړولی وو. د ګولر د کار او د نړۍ د مطبوعاتو د علاقې په پام کې نیولو سره، دا معلومه شوه چې دا تاریخي ستونونه او مجسمې د افرودیسیس د لرغوني ښار پورې اړه لري، چې د میلادي نه پنځه پيړۍ مخکې تاسیس شوی.
د افروډیسیس لرغونی ښار په لویدیځ اناتولیا کې موقعیت لري ، د ایډین په کارجاسو ولسوالۍ کې ، د ګیر کلي ته نږدې موقعیت لري. لکه څنګه چې د دې نوم نه معلومه ده دا ښار ، د مینې او ښکلا د الهه نه اخیستل شوی دی او "د افروډیټ ځای او سیمه" په معنا هم دی. افرودیسیس د روم په دوره کې د افرودیټ د معبد مشهور یو ډیر مدرن ښار اوو. د آرا ګولر د لرغوني ښار له کشف وروسته، لرغونپوه پروفیسور ډاکټر کینان توفیق ایریم شخصي نوښتونو سره ، په افروډیسیس ښار کې د تاریخې کیندنو باندې پیل وشو. پروفیسور ډاکټر کینان توفیق ایرم په نیویارک پوهنتون کې د کلاسیک پیړۍ پروفیسورۍ او د افروډیسیس کیندنې مشري تر ۱۹۹۰ کاله پوره د مرګ پر مهاله په غاړه درلوده. پروفیسور توفیق نړۍ ته د خپلو سفرونو د نړۍ په کچه ددې ښار د معرفي کولو او شهرت ترلاسه کولو په برخه کې ډیره زیاته مرسته کړې ده .. ایرم په خپلو سفرونو، لیکنو او ویناوو سره په ټوله نړۍ کې د Aphrodisias مشهورولو او د کیندنو لپاره د تمویل په برابرولو کې لویه مرسته وکړه.
د لرغوني ښار معبد، حمام او اګورا، لوبغالی، د ۸ زرو څوکیو تیاتر، د روم - بازنطین دورې ترمنځ جوړ شوی دیوالونه، اکروپولیس او اوډیون هغه جوړښتونه دي چې نن هم ولاړ دي. د ویلو دنه چې دلته تر ټولو د مهمو اثارو نه یو هم لوبغالی دی چې د لسو زرو نه د ډیرو کسانو ظرفبت جوو شوی دی. ، دا لوبغارې د ښار په شمال کې موقعیت د ۲۷۰ تنو په اوږدوالي سره د ۳۰۰۰۰ تنو په ظرفیت جوړ شوی دی.
د رومن، بازنطیني او د اسلامي دورې ابتدايي اثار د افروډیسیس میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوي، دا یو له نادر موزیمونو څخه دی چې د کنډوالو سره تړلی دی او د کیندنې پرمهال کشف شوي آثار نندارې ته وړاندې کوي.
دا ښار چې په ۲۰۰۴ کال کې د متخصصینو نه جوړ د ژوري هیت لخوا د نړۍ تر ټولو د ښه لسو لرغونو ښارونو په لست کې شامل شول. همداشان دا ښار په ۲۰۱۷ کال کې د د یونسکو سازمان د تاریخي میراثونو په لست کې شامل
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718695564)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718695564)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.