په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۲۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۱۵۸۳۴ تنو لوړه شوه.
په تورکیه کې د زلزلې له امله د ځاني تلفاتو شمیره د هرې شیبې په تیریدو مخ په لوړیدو ده
![په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۲۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۱۵۸۳۴ تنو لوړه شوه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4fe5/a647/b0fa/63e18e76ada47.jpg?time=1718726289)
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۹۲۱ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۱۵۸۳۴ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز او د کرنې او ځنګلونو وزیر کیریشچي په هتای ولایت کې د بیړنیو حالاتو د همغږۍ په مرکز کې د ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. د ملي دفاع وزیر وویل چې د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو د رامنځته کیدو نه وروسته د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.
زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي او را روانې دي. هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۵۶۰۶ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي دي او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.
هغه وویل چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ویلو ده چې پرون د غرمې په یو بجه او ۵۰ دقیقه په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
دې زلزلې هم ځیني تخریبات رامنځته کړي دي.
د ولسمشر مرستیال وویل چې څه باندې ۹۵۰۰ تنه د ژغورنې پرسونل او په زرګونو تنه رضاکاره د ژغورنې او پلټنو چارو کې ګډون کړی دی. د بهر نه هم یو زیات شمیر مرستندویه او ژغورنې ډلې راغلي دي او د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی دی.
په ځینو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت سره سره د ژغورنې او پلټنې چارې پرته د ځنډه دوام لري.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718726290)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718726290)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.