په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۴۹۸ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۵۳۳ تنو لوړه شوه.
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۵۰۰ تنو ته نږدې شوه
![په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۴۹۸ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۵۳۳ تنو لوړه شوه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b2e4/e07f/840b/63e0dc2f41e53.jpg?time=1718727301)
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۴۹۸ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۸۵۳۳ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې مشر وویل چې د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.
زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې روانې دي. هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۲۸۳۴ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي دي او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.
هغه وویل چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ویلو ده چې نن د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقه په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.
دې زلزلې هم ځیني تخریبات رامنځته کړي دي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718727301)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718727301)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.