په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۰۱۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۰۰۰ تنو واوښته.

په تورکیه کې د زلزلې په نتیجه کې ۲۸۲۴ ودانۍ په بشپړ ډول نړیدلي دي‌ او یا يي سخت زیان لیدلی دی

1942620
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۰۱۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۰۰۰ تنو واوښته.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۰۱۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۷۰۰۰ تنو واوښته.

د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې مشر وویل چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې چې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۴ په لویوالي‌ سره زلزله رامنځته شوې وه د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې روانې دي. هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۲۸۲۴ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي‌ دي‌ او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.

هغه وویل چې د ژغورنې او پلټنې عملیات  د خپل ټول شدت سره دوام لري.

د ویلو ده چې نن د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقه په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.

دې زلزلې هم  ځیني‌ تخریبات رامنځته کړي‌ دي.


پيوندونه: #زلزله , #تورکیه

اړوند خبرونه