د تورکیې د  نفوس وروستۍ شمیرې اعلان شوې.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د ۳۱ نیټې پورې د تورکیې نفوس اعلان شو

1942422
د تورکیې د  نفوس وروستۍ شمیرې اعلان شوې.

 د تورکیې د  نفوس وروستۍ شمیرې اعلان شوې.

د تورکیې نفوس په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵۹۹ زره ۲۸۰ تنو زیات شوی او ۸۵ میلیونه ۲۷۹ زره ۵۵۳ تنو ته رسیدلی دی.

د تورکیې د احصایې انسټیټیوټ  "د پتې پر بنسټ د نفوسو د ثبت سیسټم د ۲۰۲۲ کال  پایلې" اعلان کړې.

په دې توګه د هېواد نفوس چې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۸۴ میلیونه ۶۸۰ زره ۲۷۳ تنه و، تېر کال ۵۹۹ زره ۲۸۰ تنو په ډیریدو سره ۸۵ میلیونه ۲۷۹ زره ۵۵۳ تنو ته رسېدلی دی.

د احصایې ادارې لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې په هیواد کې د نارینو نفوس ۴۲ میلیونه ۷۰۴ زره او ۱۱۲ تنه   او  ښځینه نفوس  بیا ۴۲ میلیونه ۵۷۵ زره او ۴۴۱  ته رسیدلی دی . په هیواد کې د نارینو نفوس ۵۰ عشاریه یو سلنه او ښځینه وو نفوس ۴۹ عشاریه ۹ سلنه ښودل شوی دی .

په ترکیه کې د میشتو بهرنیو وګړو شمیر د تیر کال په پرتله ۳۱ زره ۸۰۰ تنو ته لوړ شوی او یو میلیون ۸۲۳ زره ۸۳۶ تنو ته رسیدلی دی. د دې نفوس ۴۹.۵ سلنه نارینه او ۵۰.۵ سلنه یې ښځې دي.

د ویلو ده چې پدې شمیره کې هغه بهرنیان چې د ویزې سره په تورکیه کې شتون لري او یا د اقامت موده يي د ۳ میاشتو نه کمه وي او یا هغه سوري کډوال چې د کډوالۍ د لنډ مهاله خوندیتوب د حق ولري داخل ندي.

د ویلو ده چې په تورکیه کې د نفوس د ډیریدو چټکتیا په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله کمه شوې ده . پداسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې د نفوس د ډیریدو چټکتیا په زرو کې ۱۲ عشاریه ۷ فیصده وو په ۲۰۲۲ کال کې بیا ۷ عشاریه ۱ فیصده شوې ده .

ددې په مقابل کې په تورکیه کې په ښارونو او ولسواليو په مرکزونو کې نفوس ۹۳ عشاریه ۴ سلنه ته لوړ شوی دی. په ۲۰۲۱ کال کې دا رقم ۹۳ عشاریه ۲ سلنه وو.

په کلو او بانډو کې د اوسیدونکو نفوس په ۲۰۲۲ کال کې راټیټ شوی دی او ۶ عشاریه ۶ سلنې ته رسیدلی دی. په ۲۰۲۱ کال کې دا رقم ۶ عشاریه ۸ سلنه وو.

د ویلو ده چې د استانبول نفوس ۱۵ میلیونه ۹۰۷ زره او ۹۵۱ تنو ته رسیدلی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د استانبول نفوس ۶۷ زره او ۵۱ تنه ډیر شوی دی. همداشان د انقرې نفوس بیا ۵ میلیونه ۷۸۲ زره او ۲۸۵ تنو ، د ایزمیر ولایت نفوس ۴ میلیونه ۴۶۲ زره او ۵۶ تنو ته ، د بورسا ولایت نفوس ۳ میلیونه ۱۹۴ زره او ۷۲۰ تنو ته او د انتالیا ولایت نفوس بیا ۲ میلیونه ۶۸۸ زره او ۴ تنو ته رسیدلی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو ډیر نفوس لرونکي پنځه ولایتونه

ولایتونه

نفوس

نارینه

ښځینه

د ټول نفوس سلمه

نارینه

ښځینه

استانبول

۱۵۹۰۷۹۵۱

۷۹۵۵۸۲۰

۷۹۵۲۱۳۱

۱۸ عشاریه ۶۵  

۱۸،۶۳

۱۸،۶۸

انقره

۵۷۸۲۲۸۵

۲۸۵۶۴۷۹

۲۹۲۵۸۰۶

۶ عشاریه ۷۸  

۶،۶۹

۶،۸۷

ایزمیر

۴۴۶۲۰۵۶

۲۲۱۵۱۶

۲۲۴۶۳۴۰

۵ عشاریه ۲۳  

۵،۱۹

۵،۲۸

بورسا

۳۱۹۴۷۲۰

۱۵۹۵۸۶۹

۱۵۹۸۸۵۱

۳ عشاریه ۷۵  

۳،۷۴

۳،۷۶

انتالیا

۲۶۸۸۰۰۴

۱۳۵۱۷۰۲

۱۳۳۶۳۰۲

۳ عشاریه ۱۵  

۳،۱۷

۳،۱۴

 

 

په تورکیه کې تر ټولو د کم نفوس خاوند ۵ ولایتونه

ولایتونه

نفوس

نارینه

ښځینه

د ټول نفوس سلمه

نارینه

ښځینه

بایبورت

۸۴۲۴۱

۴۲۸۵۲

۴۱۳۹۰

صفر عشاریه ۱۰  

۰،۱۰

۰،۱۰

تونجعلي

۸۴۳۶۶

۴۴۵۴۱

۳۹۸۲۵

صفر عشاریه ۱۰  

۰،۱۰

۰،۹

ارداخان

۹۲۴۸۱

۴۷۹۴۶

۴۴۵۳۵

صفر عشاریه ۱۱  

۰،۱۱

۰،۱۰

ګوموشخانه

۱۴۴۵۴۴

۷۲۰۵۹

۷۲۰۵۹

صفر عشاریه ۱۷  

۰،۱۷

۰،۱۷

کیلیس

۱۴۷۹۱۹

۷۳۴۱۵

۷۳۴۱۵

صفر عشاریه ۱۷  

۰،۱۷

۰،۱۷

 

 


پيوندونه: #نفوس , #تورکیه

اړوند خبرونه