ترکیه د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره ۴ پرمختللي او عصري جنګي کښتۍ جوړوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې لخوا جوړه شوې او په خورا عصري وسلو او سینسر سیسټمونو سمبال د پاکستان ملي کښتۍ (ملي ګم) پروژې په چوکاټ کې د ۴ کښتیو تولید پروسه د پلان سره سم دوام لري.

1829768
ترکیه د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره ۴ پرمختللي او عصري جنګي کښتۍ جوړوي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې لخوا جوړه شوې او په خورا عصري وسلو او سینسر سیسټمونو سمبال د پاکستان ملي کښتۍ (ملي ګم) پروژې په چوکاټ کې د ۴ کښتیو تولید پروسه د پلان سره سم دوام لري.

د پاکستان د ملي ګم پروژې دریمه کښتۍ بدر په کراچۍ  کې د ترکیې د ملي دفاع وزیرخلوصي اکار، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیر محمد اسرار ترین او نورو چارواکو په ګډون د د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې سمندر ته ښکته کړې شوه.

ولسمشر اردوغان  دې مراسمو ته  د یو ویډیویي پیغام  له لارې وینا وکړه او   ددې پروژې نه يي   د دواړو هیوادونو د تاریخي اړیکو  یوې  ثابتې بیلګې په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل، " په دفاعي صنعت کې خپلې تجربې له خپلو دوستانو  سره شریکولو تر ټولو ښکاره تو بارزه نمونه د مثال  د پاکستان ملي ګم پروژه ده، مونږ دې پروژې ته زمونږ ترمنځه د لا سترو همکاریو د زیري ورکوونکي  په توګه یادوم. "

ولسمشر اردوغان وویل چې پاکستان په سویلي اسیا کې تر ټولو ستر ستراتیژیک موقعیت لري چې د نړۍ په مهمو جغرافیو کې ځای لري.

"موږ چې د پاکستان امنیت ، استقرار، سوکالۍ او رفاه د خپل هیواد  په څیر اهمیت ورکوو ددې هیواد  د نظامي زیربناګانو  په پیاوړتیا کې هر ډول مرسته  د ورورولۍ او دوستۍ د حقوقو مسئولیت بولو.

 د دې قرارداد سره، موږ د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره د ۴ جنګي کښتیو د جوړولو ژمنه وکړه. د کرونا وبا ناروغۍ  سره سره مونږ دا کښتۍ  د ټاکلي مهال ویش په چوکاټ پرته د ځنډه جوړې کړي او د پاتو چارې دوام لري . دا کښتۍ په دوو پړاونو کې جوړویږي. دوه کښتۍ به په ترکیه او دوه به په پاکستان کې جوړې شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پروژې بله کښتۍ به هم د سپټمبر په میاشت کې په استانبول کې اوبو ته ښکته کړو.

د یادولو سره چې دوی تیر کال په استانبول کې د بابر کښتۍ د پاکستان د ملګم پروژې د یوې برخې په توګه په لاره واچوله چې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي په ګډون په مراسمو کې ګډون وکړ، اردوغان وویل چې دوی هم خوشحاله دي چې نن د بدر کښتۍ په اوبو کې پیل شوه.

ولسمشر اردوغان په دې اعلان سره چې د پروژې بله کښتۍ به د سپتمبر په میاشت کې په استانبول کې پیل شي، ولسمشر اردوغان وویل د ترکیې لخوا جوړه شوې او په خورا عصري وسلو او سینسر سیسټمونو سمبال د پاکستان ملي کښتۍ (ملي ګم) پروژې په چوکاټ کې د ۴ کښتیو تولید پروسه د پلان سره سم دوام لري.

دا کښتۍ چې د هوايي دفاعي او سمندري  او تحت البحري دفاعي پورې په هره برخه کې د ماموریت د اجراء کولو توان لري په ۲۰۲۳ کال کې به يي پاکستان ته سپارولو پيل وشي. په هرو شپږو میاشتو کې به یوه کښتۍ پاکستان ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه