د ترکیې ملي‌ استخباراتو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته یو بل ډیر سخت ګوزار ورکړ.

د ترکیې ملي‌ استخباراتو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته یو بل ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ

1738478
د ترکیې ملي‌ استخباراتو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته یو بل ډیر سخت ګوزار ورکړ.

 

د ترکېې ملي‌ استخباراتو د عراق په شمال کې د ګارا او قندیل په سیمو کې د ځانګړو او نقطه عملیاتو سره د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د یو مهم غړي‌ په ګډون ۶ تنه غړي‌ له خپو وغورځول.

د ترکیې امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي‌ چې ملي‌ استخباراتو د عراق په شمال کې د ګارا او قندیل په سیمو کې  د یو مشر ترهګر په ګډون ۶ تنه تثبیت کړل.

وروسته پدې سیمو کې نقطه عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ۶ واړه ترهګر له منځه یوړل.

په وژل شوو ترهګرو کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان د بهرنیو اړیکو مسئول نیهات ګورن هم شتون لري.

د ویلو ده چې د ترکیې ملي‌ استخباراتو تیره اونۍ هم د پې کاکا ترهګري‌ سازمان د بڼسټګرو نه یو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړی وو.

د ترکیې امنیتي‌ ځواکونه د پي کاکا او نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف خپلو عملیاتو د پوره عزم سره دوام ورکوي.



اړوند خبرونه