د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې په لسګونو تنه کډوال وژغورل شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې د دوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل شول

1734586
د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې په لسګونو تنه کډوال وژغورل شول.

د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې په لسګونو تنه کډوال وژغورل شول.

د بالکیسیر ولایت د سواحلو د امنیت ګارډ قومندانۍ ویلي دي چې د یوناني ځواکونو لخوا په روغ لاندې په مرک محکوم شوي په لسګونو تنه کډوال د ترکیې د سواحلو د امنیت د ګارډ ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې د ایوه لیک په ولسوالۍ کې د سمندر په منځ کې د یوې پلاستیکي کښتۍ په اړه چې په لسګونو تنه کډوال پکې سپاره ول او د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول راپور ترلاسه کړ.

د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې او ټول کډوال وژغورل شول.

۴۳ تنه ناقانونه کډوال په کښتیو کې وچې ته راوویستل شول او لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

همداشان ددې ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور یو تن د انسان قاچاقبر هم نیول شوی دی.



اړوند خبرونه