د ترکي ژبو هیوادونو سرمشریزه نن د ولسمشر اردوغان په کوربه توب په استانبول کې جوړیږي
د ترکیې ژبو هیواد د شورا د مشرانو عالي سرمشریزه نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب د استانبول د دیموکراسۍ او ازادیو په ټابو کې جوړیږي.
د ترکیې ژبو هیواد د شورا د مشرانو عالي سرمشریزه نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب د استانبول د دیموکراسۍ او ازادیو په ټابو کې جوړیږي.
د زرغونو ټکنالوژیو او دجیتل پیړۍ کې زیرک ښارونه تر نامه لاندې په جوړیدونکې دې سرمشریزه کې به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توقایوف، د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ، د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف او د ناظر هیواد په توګه د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان ګډون وکړي.
همداشان د ترکمنستان ولسمشر قرباني قلي بیردي محمدوف به د ناظر غړي په توګه د لومړي ځل لپاره د ترکي ژبو هیوادونو د شورا په سرمشریزه کې ګډون کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن لومړی د استانبول د سلطان احمد په سیمه کې د ترکي ژبو هیوادونو د شورا د دفتر مرکزي ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ.
پدې مراسمو کې د ترکي ژبو هیوادونو د شورا غړیو هیوادونو ولسمشرانو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د عدالت او پراختیا ګوند چارسمبالي او پخواني لومړي وزیر بنعلي یلدرم او یو زیات شمیر راغوښتل شوو میلمنو ګډون کړی وو.
ددې مراسمو نه وروسته ولسمشر اردوغان د میلمه ولسمشرانو سره یو ځای د استانبول د ډیموکراسۍ او ازادیو ټاپو ته چیرته چې د ترکي ژبو هیوادونو د شورا اتمه عالي سرمشریزه جوړیږي حرکت وکړ.
پدې غونډه کې په پام کې ده چې د ترکي ژبو هیوادونو د شورا نوم د ترکي دولتونو تشکیلات باندې بدل شي. همداشان پدې غونډه کې به د راتلونکو شلو کلونو لپاره د هدفونو د لیدلوري سند او د تشکیلاتو د چارو او راتلونکې په اړه ډیر مهم تصامیم ونیول شي.
همداشان پدې غونډه کې به د شورا نوبتي مشري اذربایجان ترکیې ته وسپاري.
ولسمشر اردوغان به پدې غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د ولسمشرانو سره جلا جلا لیدنې هم وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.