په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۴۳۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۵۸ زره او ۶۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۰۴۳۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
د ویلو ده چې د شاوخوا د تیرو پنخو میاشتو نه وروسته دا لومړی ځل دی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پيښو شمیره د ۳۰ زرو نه اوړي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۴۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۱۱ میلیونه ۳۹۱ زره او ۱۹۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.