ولسمشر اردوغان نیویارک ته ورسید

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې  د ملګروملتونو سازمان په ۷۶ یم عمومي‌ اجلاس کې د ګډون په موخه امریکا متحده ایالتونو  ته سفر کړی وو د نیویارک ښار ته ورسید.

1707836
ولسمشر اردوغان نیویارک ته ورسید

 

د ولسمشر اردوغان نه د نیویارک د جان اف کینیدي په هوايي ډګر کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاووش اوغلو ، په امریکا کې د ترکیې لوی سفیر حسن مراد مرجان  او یو زیات شمیر  نورو چارواکیو لخوا هر کلی وشو.

د ویلو ده چې  د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن آمنه اردوغان ، د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار، د سوداګرۍ وزیر محمد موش، د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري‌ ایرسوی او د عدالت او پراختیا ګوند چار سمبالی بنعلي‌ یلدرم ملګرتیا کوي.

ولسمشر اردوغان به د سې شنبې پر ورځ د ملګروملتونو عمومي‌ اجلاس ته وینا وکړي. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به د خپل دې سفر په چوکاټ کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړي.



اړوند خبرونه