اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.

2191822
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون  او اقتصادي اړیکې دوام لري

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.

اردوغان چې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسامبلې په غونډه كې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی وو، د امریکا د ان بي سي خبري چینل  سره يې مركه وكړه.

اردوغان د تورکیې او روسیې د اړیکو او د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او د سویلي افریقا جمهوریت) په غونډه کې د ګډون په اړه چې د اکتوبر په میاشت کې په روسیه کې جوړیږي د تورکیې پریکړې ته په اشارې سره وویل: «له روسیې سره زمونږ اړیکې سیاسي  اقتصادي، کلتوري او دفاعي  څو اړخیزې اړیکې دي."موږ په صنعتي ډګر کې ډیرې نږدې اړیکې لرو."

ولسمشر اردوغان وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پیوستون او اقتصادي همکاري د هرې ورځې په تیریدو سره وده کوي.



اړوند خبرونه