تورکیې په ملګروملتونو کې د ولسمشر اردوغان د وینا په اړه د اتریش د غبرګون په اړه سخت غبرګون وښود

د تورکیې  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په اړه د اتریش د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

2191432
تورکیې په ملګروملتونو کې د ولسمشر اردوغان د وینا په اړه د اتریش د غبرګون په اړه سخت غبرګون وښود

د تورکیې  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په اړه د اتریش د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې  نړۍ ته په خطاب کې ویلي وو چې د قتل عام د شبکې د بندولو لپاره تاسې د څه په تمه هستۍ؟ لکه څنګه  ۷۰ کاله مخکې د بشریت د اتحاد لخوا د هټلر مخه ونیول شوه، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د قتل عام د شبکې مخه هم  باید ونیول شي."

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر اردوغان د پیغامونو په اړه غبرګون وښود.

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون  په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر اردوغان  د وینا په اړه د اتریش د ارزونو په اړه توند غبرګون وښود. هغه وویل  "یوازې هغه کسان چې د خپل ماضي او کړو  ګناهانو له امله  د شرم احساس کوي زموږ د ولسمشر څرګندونو څخه ناراحته کیدای شي.

التون وویل  "زموږ د جلالتمآب ولسمشر لخوا  نړيوالې ټولنې د اقدام په اړه د بلنې په اړه  غبرګون ښودل د لویدیځ لخوا  په فلسطين کې د اسرائيلو د نسل وژنې په هڅولو کې د  لاس لرولو ښکاره بېلګه ده.  تاريخ به لکه څنګه د نازیانو ملاتړي او همکاران هیر کړي ندي او بخلي ندي ، دوې به هم هیر نکړي."

التون د دې په یادولو سره چې تورکیې تل د نسل وژنې قربانیانو ته غیږ پرانیستې ده نن ورځ هم  د حق غږ او د عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوو."



اړوند خبرونه