د افغانستان نه د راویستل شوو ترکي ځواکونو لومړنۍ الوتکه پلازمینې انقرې ته راورسیده.
د افغانستان نه د راویستل شوو ترکي ځواکونو لومړنۍ ډله پلازمینې انقرې ته راورسیدل
د ویلو ده چې ترکي ځواکونه لومړی په پوځي الوتکه کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته انتقال او د هغه ځای نه بیا د ترکیې د ملکي هوايي چلند ترکش ایرلانیز شرکت اړوند په الوتکه کې پلازمینې ته انقرې ته راغلل.
د ویلو ده چې د افغانستان نه د ترکي ځواکونو د راویستو پروګرام به هر څه ژر بشپړ شي. دا پروګرام به د ۲۴ ساعتونو نه تر ۳۶ ساعتونو پورې بشپړ شي.
دا سرتیري د افغانستان نه د اوزبیکستان، تاجکستان او یا پاکستان له لارې ترکیې ته راانتقالیږي. دا چې په موجود شرایطو کې د افغانستان نه ترکیې ته مخامخ الوتنې نه کیږي لومړی دا سرتیري یادو شوو هیوادونو ته انتقال او د هغه ځای نه ترکیې ته راانتقالوي.
ویل کیږي ترکیې په ۲۰۰۲ کال کې د نړۍوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته سرتیري استولي وو.
همداشان افغانستان د تیرو ۶ کلونو راهیسې د افغانستان د پلازمینې کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت او مدیریت مسئولیت په غاړه درلود. پدې چوکاټ کې د ترکیې د هوايي ځواکونو اړوند یو زیات شمیر پرسونل هم افغانستان ته تللي وو.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.