په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱۵۱ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1678471
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۷۰۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۱۸۴ زره او ۴۶۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۸۱۵۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۴ میلیونه ۱۲ زره او ۱۶۵ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه