په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۴۶ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1667026
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۶۸۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۹ زره او ۸۴۶  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۸۴۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۷۳۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۶۰ میلیونه   ۵۵۸  زره او ۸۱۲  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۹ میلیونه ۱۱۹ زره او ۳۰۸ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه