په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶۴۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1653543
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۸۲۵۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۱۸ زره او ۱۶۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۶۴۷ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۷۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۰۶۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۵ میلیونه   ۶۷۳  زره او ۶۱۶  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۱ میلیونه ۱۱۶ زره او ۸۱۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه