په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۶۹۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1643898
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۶۰۷۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۱۶ زره او ۶۵۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۸۶۹۷ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي‌ چې د اوږدې مودې وروسته د لومړي‌ ځل لپاره  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پيښو شمیره د ۹۰۰۰  نه راټیټه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۴۷۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۸۷۶   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۲ میلیونه   ۱۶۷  زره او ۳۸۷  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۷ میلیونه ۷۷۳ زره او ۹۵۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه