د عراق په شمال کې د ترکیې دوه تنه اتل سرتیري‌ په شهادت ورسید

د ترکیې دوه تنه سرتیري د عراق په شمال کې د روانو پوځي‌ عملیاتو په ترڅ کې په شهادت ورسیدل.

1629146
د عراق په شمال کې د ترکیې دوه تنه اتل سرتیري‌ په شهادت ورسید

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  زمونږ دوه تنه اتل سرتیري  تیره ورځ د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانو عملیاتو کې په شهادت ورسیدل.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  د عراق په شمال کې په عملیاتو بوختو د ترکیې وسله واله ځواکونو تیره ورځ د ترهګرو سره مخامخ نښته وکړه.

د نښتې پر مهال د ترکیې یو تن اتل سرتیری د ترهګرو لخوا په سیمه کې په ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو وخوت او چاودنه وشوه . پدې چاودنه کې یو تن اتل سرتیری په شهادت ورسید او یو تن بل سخت ټپي‌ شو چې د درملنې په موخه سمدلاسه روغتون ته انتقال کړی شو.

ټپي‌ شوي‌ سرتیري‌ هم د اخیستو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او د شهادت مرتبه ته ورسید.



اړوند خبرونه