په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳۸۳۵۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۸۳۵۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۶۰ زره او ۲۸۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۸۵۵۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۲۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۳۵۹۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۵ میلیونه ۸۸۴ زره او ۲۵۸ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو او سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۱ میلیونه ۱۹۴ زره او ۵۵۳ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.