په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۲۸۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1583439
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۴  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۷۴۷۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۴ زره او ۱۰۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۲۸۷ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۹۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۳۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۱  میلیونه   ۵۱۶  زره او ۷۱۹ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د درې میلیونو او ۹۰۷ زره او ۳۸۴  تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه