په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۷۰۶ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1582999
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۷۳۷۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۲۳ زره او ۶۱۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۷۰۶ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

هغه وویل چې د اوږدې مودې وروسته  د ورځنۍ   ځاني تلفاتو شمیره د سلو تنو نه راټیټه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۳۵   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۱  میلیونه   ۴۱۲  زره او ۶۱۱ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د درې میلیونو او ۷۸۳ زره او ۳۷۱  تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه