ترکیې ملي شورا د امریکايي سناتورانو لخوا پر ترکیې د تورونو پورې کولو په اړه سخت غبرګون وښود

د ترکیې ملي شورا د امریکا متحده ایالتونو د یوې ډلې سناتورانو لخوا پر ترکیې د نیوکو نه ډک یو لیک   ولسمشر جو بایدن ته استولو په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه.

1582303
ترکیې ملي شورا د امریکايي سناتورانو لخوا پر ترکیې  د تورونو پورې کولو په اړه سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې په ملي شورا کې د ترکیې او امریکا د پارلمانونو د دوستۍ ډلې لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د  هغه سناتورانو لخوا چې دا لیک يي لاسلیک کړی او ولسمشر بایدن ته استولی دی د ترکیې پر داخلي او بهرنیو سیاستونو یو زیات شمیر بې بڼسټه او بې مسئولیته تورونه پورې شوي دي چې دا د ترکیې او امریکا  ترمنځه د ستراتیژیک شراکت او د ناټو د چت لاندې د متحدوالي د شان سره سمون نه خوري.

د ګډو سیاسي ارزښتونو پربڼسټ ولاړ د دوستۍ او متحدوالي د اړیکو خاوند ددې  دوو هیوادونو ترمنځه  د هر ډول امتحانونو پر مهال د  متقابل ارزښتونو ، درناوي  او صمیمي ډیالوګ په چوکاټ کې حرکت او چلند ځانګړې اهمیت لري.

د ترکیې د ملي شورا لخوا په خپره شوې  اعلامیه کې  راغلي دي چې د امریکايي سناتورانو لخوا  ولسمشر بایدن ته په استول شوي لیک کې د ترکیې په اړه د  ناحقه او بې بڼسټه تورونو د ځای ورکولو د مسئلې نه یادونه  د دواړو هیوادونو ترمنځه  په  دوستانه اړیکو کې اړتیا لیدل شوې ده .


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه