په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۷۶۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۷۲۸۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۲۹ زره او ۶۳۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۷۶۳ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
هغه وویل چې د اوږدې مودې وروسته د ورځنۍ ځاني تلفاتو شمیره د سلو تنو نه راټیټه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۰۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۲۵۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۱ میلیونه ۲۸۹ زره او ۳۰۶ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.همداشان په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د درې میلیونو او ۶۰۰ زره او ۳۱۴ تنو ته لوړه شوې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.