ولسمشر اردوغان : د امریکا په کانګرس برید او اشغال په ډیموکراسۍ پورې شوې توره لکه ده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا په کانګرس د برید او اشغالو په اړه د لومړي ځل لپاره ارزونې وکړې.
ولسمشر اردوغان د جمعې د لمانځه نه وروسته په استانبول کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د جنوري په شپږمه نیټه د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ د برید او اشغال په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل کله چې خبره د ډیموکراسۍ وشي امریکا ځان د ډیموکراسۍ د زانګو په توګه یادوي. پدې هیواد کې دې پیښې په اصل کې ټول بشریت د حیرانتیا سره مخامخ کړی دی.
ولسمشر اردوغان په ۲۰۱۳ کال کې په ترکیه کې د ګیزي د پيښو او په ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا په اړه امریکا چپه خوله پاتې کیدو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او زیاته کړه په هغه وخت کې د امریکا رسنیو او سیاستوالو څه ډول څرګندونې کړي پډې ټول ښه پوهیږي.
په ځانګړې توګه د ګیزي د پیښو پر مهال د امریکا په رسنیو کې څه ډول سیاسي څرګندونې او څه ډول ګواښونه شوي وو هغه ته باید کتنه وشي.
په هغه وخت کې زمونږ دریځ ډیر شفاف وو خو د امریکا دریځ او چلند بل ډول وو. په هغه وخت کې ډیموکراټان په واک کې وو . مونږ د امریکا د ډیموکراټانو اصلي څیره هم لیدلې ده او د جمهوریت پلوو مو هم ولیده.
په امریکا کې رامنځته شوې دا پیښه په اصل کې د ډیموکراسۍ په تاریخ پورې شوې توره لکه ده.
ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې د جنوري په شلمه نیټه د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایدن ته واک په ډیره سوله ایزو توګه انتقال کړی شي.
ولسمشر اردوغان په امریکا کې په رامنځته شوو پيښو کې د مرګ ژوبلې د رامنځته کیدو له امله هم د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د ویلو ده چې د جنوري په ۶ مه نیټه په واشنګټن کې په زرګونو تنو د ټرمپ پلویانو د کانګرس په مخکې د جوړې کړې مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او کانګرس ودانۍ يي د ۴ ساعتونو لپاره اشغال کړه.
پدې پیښو کې د یو تن پولیس په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۴ تنه پولیس ټپیان شوي وو. همداشان په لسګونو تنه د پولیسو لخوا ونیول شول.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.