ولسمشر اردوغان انقره د پلازمینې په توګه د ټاکل کیدو د کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انقره د پلازمینې په توګه د تاکل کیدو د کلیزې له امله د مبارکۍ پيغام خپور کړ.

1507815
ولسمشر اردوغان انقره د پلازمینې په توګه د ټاکل کیدو د کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ

 

د خپلواکۍ او استقلال د مجادلې قرارګاه او د ترکیې د استقلال او استقبال په اړه د پریکړو د سوق او ادارې مرکز انقرې د پلازمینې په توګه د ټاکل کیدو د کلیزې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي « د ملي مجادلې په دوره کې او د ترکیې جمهوریت د جوړونې په بهیر کې تاریخي رول لوبوونکې انقره ، نن ورځ هم د ترکیې د ملي ارادې تجلي ګاه د ملي شورا په ګډون د یو زیات شمیر مهمو دولتي او عامه اداراتو او ارګانونو کوربه توب سره خپل ځانګړي اهمیت ته دوام ورکوي.

پدې مهمه او ویاړنې ورځ کې په سر کې د ترکیې جمهوریت د موسس غازي مصطفی کمال اتاترک په ګډون د ملي مبارزې ټولو اتلانو، ټولو شهیدانو او غازیانو نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو، انقره د پلازمینې په توګه د ټاکل کیدو د کلیزې له امله ټولو ته مبارکي وایم او ټولو هیوادوالو ته خپل سلامونه وړاندې کوم.



اړوند خبرونه