په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۱۵ زرو نه واوښته
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/58df/112f/2803/5f6efbd73fcab.jpg?time=1718732131)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۰۶۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۵ زره او ۵۲۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۱۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۱۵ زره ۸۱۵ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۲۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۷۷ زره او ۵۲ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۵۹۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۰ میلیونه ۱۵۳ زره او ۲۲۳ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718732131)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718732131)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.