ولسمشر اردوغان : ارمنستان د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې ستر ګواښ‌ دی

ولسمشر اردوغان د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1498150
ولسمشر اردوغان : ارمنستان د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې ستر ګواښ‌ دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، ارمنستان یو ځل بیا دا ټولو ته په ډاګه کړه چې د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ‌ دی.

ولسمشر اردوغان د ارمنستان لخوا د اذربایجان په خاوره د بریدونو په اړه ویلي‌ دي‌ چې « ارمنستان په اذربایجان د بریدونو سره یو ځل بیا ټولو ته دا خبره په ډاګه کړه چې د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی. ترک ملت د تل په څیر نن ورځ‌ هم د خپل ټول طاقت ، قوت او امکاناتو سره د ورور هیواد اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی .»

ولسمشر اردوغان د ارمنستان د پارونکو بریدونو  په مسئله کې نړۍوالې ټولنې په چپتیا  د سختې نیوکې سره ویلي‌ دي « نړۍوالې ټولنې د ارمنستان د بریدګر  دریځ او پارونکو اقداماتو پر وړاندې د چپه خولې پاتې کیدو او ددې هیواد پر  وړاندې د لازم غبرګون د نه ښودو سره یو ځل بیا خپل تبعیض وښود. د منسک ډله چې د نږدې ۳۰ کلونو راهیسې غفلت نه ډک دريځ ته دوام ورکوي‌ له بده مرغه چې موجودې ستونزې ته د حل د موندولو نه ډیره لرې ده. د مینسک ډله د روسیې، امریکا او فرانسې نه جوړه ده.»

ولسمشر اردوغان د ارمنستان په خلکو د خپلو موجودو چارواکو  چې د نورو په اشاره او غوښتنه  هیواد د فلاکت پر لورې راکاږي د مخنیوي‌ غږ کړی دی. همداشان ټولې نړۍ ته چې د اشغال او ظلم پر وړاندې مبارزه کوي د اذربایجان ترڅنګ د دریدو بلنه ورکړې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې نن يي د ورور هیواد اذربایجان د ولسمشر الهام عليوف سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې . هغه ته مو وویل چې ترکیه د یو ملت او دوو دولتونو د درک سره د خپل ورور هیواد اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی او قوي‌ ملاتړ ترې کوي.



اړوند خبرونه