ترکیې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکه توګه وغندل

ترکیه : د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو په مقابل کې د اذربایجان ترڅنګ ولاړ یو او دا بریدونه په کلکه توګه غندو

1497910
ترکیې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکه توګه وغندل

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې ترکیه د ارمنستان لخوا پر اذربایجان ترسره شوي‌ بریدونه په کلکو ټکو غندي.

ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي میشتو سیمو د بریدونو سره یو خل بیا اوربند نه سرغړونه کړې او د سولې او ثبات سره   يي دښمني‌ ټولو ته په ډاګه کړې ده .

ابراهیم قالن په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی چې هر څه ژر د ارمنستان ددې خطر نه ډکو او پارونکو اقداماتو او بریدونو مخه ونیسي.

قالن ویلي‌ دي چې ترکیې ددې منفورو بریدونو په مقابل کې د اذربایجان ترڅنګ دی او اذربایجان یواځې ندی.

همداشان هغه پدې بریدونو کې د وژل شوو اذربایجاني‌ ورورنو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغرت او اذربایجان ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي‌ دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې اذربایجان یواځی ندی، ترکیه يي ترڅنګ ولاړ دی. اذربایجان د ترکیې د پوره ملاتړ نه برښمند دی.



اړوند خبرونه