د ترکیې د سکاریا په ولایت کې چاودنه شوې.
د ترکیې د سکاریا په ولایت کې چاودنه شوې.
د سکاریا ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه په هوايي فشنګانو بار یوې لارۍ موټر کې رامنځته شوې ده.
چاودنه د سکاریا ولایت د تاش کساغي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سکاریا ولایت ښاروال اکرم یوجا وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې دوه تنه سرتیري شهیدان شوي دي.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې د سکاریا ولایت د خندق په ولسوالۍ کې د هوايي فشنګانو په ولسوالۍ کې د ترکیې د فشنګانو تر ټولو په ستره فابریکه کې چاودنه رامنځته شوه . ویل کیږي د نوموړې فابریکې ناچاودي فشنګان او چاودیدونکي توکي د لمنځه وړو په خاطر د ادا پازار د تاش کیساغي سیمې ته انتقالیدل. همداشان په چاودیدونکو توکو او هوايي فشنګانو بار لارۍ د ناچاودیدونکو توکو او فشنګانو د لمنځه وړو سیمې ته د داخلیدو او موادو د تخلیې پر مهال چاودنه رامنځته شوه.
ویل کیږي د چاودنې غږ د ښار په یو زیات شمیر سیمو کې اوریدل شوی دی.
د سکاریا ولایت ښاروال وویل چې پدې چاودنه کې په ډیرې خواشینۍ سره چې دوه تنه سرتیري شهیدان شوي دي.
همداشان ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.