ترکیې ایران سره د طبی سامان الاتو مرسته وکړه

ترکیې د نوي‌ ډول کرونا ویروس له امله د چین نه وروسته تر ټولو زیات اغیزمن شوي‌ هیواد ایران سره د طبي‌ سامان آلاتو او تجهیزاتو  مرسته وکړه.

1379604
ترکیې ایران سره د طبی سامان الاتو مرسته وکړه

 

ترکیې د ایران سره د کرونا ویروس د تشخیص د ۱۰۰۰ عدد کیتونو ، ۴۷۱۵ جوړو مخصوصو جامو، ۲۰ زرو جوړو د ډاکټرانو د جامو، ۲۴۰۰ جوړو مخصوصو چشمو، ۴ زرو ان ۹۵ ماسکونو او ۷۸ زره درې قاته ماسکونو مرسته وکړه.

د ترکیې د ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ترکېې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې چې د روغتیا د نړۍوال سازمان لخوا د نړۍوالي‌ ساري‌ ناروغۍ په توګه اعلان شوی دی  د خپل ګاونډي‌ هیواد ایران سره د بعضي‌ طبي سامان آلاتو او تجهیزاتو مرسته وکړه.

د ترکېې د عامې روغتیا وزارت مرستیالې امنې الپ ماشا په انقره کې د ترکیې د لوی سفیر محمد فرازمند سره د بلاعوض طبي‌ مرستو تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې ترکیې طبي مرستې ایران ته واستولې.



اړوند خبرونه