ولسمشر اردوغان او پوتین ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرې کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ادلب ته د نښتو د مخنیوي او شدت د کچې د راټیټولو او څار په موخه په استول شوو ترکي ځواکونو د اسد د عناصرو لخوا برید چې په نتیجه کې ۸ تنه سرتیري شهادت ورسیدل په سوریه کې د سولې او ثبات په اړه روانو هلو ځلو ته ستره ضربه رسولې ده .
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ورته بریدونو د تکراریدو په صورت کې به ترکیه د خپل مشروع مدافع حق نه په استفادې سره لا په سخته توګه ځواب ورکړي .
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د سوریې او لیبیا او سیمو په نورو مهمو مسئلو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبري کړي دي.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.