پاکستان  د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر ته د امتیاز عالي نښان  ورکړ.

د پاکستان ولسمشر د ترکیې ستر درستیز ته عالي نښان ورکړ

1310241
پاکستان  د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر ته د امتیاز عالي نښان  ورکړ.

 

د ترکیې ستر درستیز یاشار ګولر چې  د رسمي سفر په ترڅ کې  پاکستان ته  تلی وو د نوموړي هیواد د ولسمشر ایاز علوي لخوا ورته  د پاکستان د امتیاز عالي نښان ورکړ شو.

هغه ته د عالي نښان ورکولو پدې مراسمو کې  د پاکستاني مقاماتو سربیره  په پاکستان کې د ترکیې لوی سفیر احسان مصطفی یوداکول هم  ګډون کړی وو.

د پاکستان ولسمشر علاوي  پدې مراسمو کې  د خپلې وینا په ترڅ کې  د ترکیې او پاکستان قوي اړیکو ته په اشارې سره وویل " د پاکستان او ترکیې اړیکې  د کلونو په تیریدو سره  په یو قوي ستراتیژیک شراکت بدلې شوي دي. دواړه هیوادونه  د ګډ دین، کولتور او میراث خاوندان دي."

هغه  وویل چې  پاکستان د ترکیې او مالیزیا سره  د اسلام دښمنۍ  پر خلاف په ګډه د تلویزیوني کانال د جوړولو  پریکړه کړې. ترکیې تل  او په هر مشکل کې  د پاکستان نه ملاتړ کړی دی  ، د کشمیر  مسئله  ددې ښکاره  او ژوندی  مثال  دی. ترکیې د کشمیر په مسئله کې  د پاکستان نه قوي ملاتړ وکړ.

د ترکېې ستر درستیز یاشار ګولر  بیا د خپلې وینا په ترڅ کې وویل  ترکیه د کشمیر په مسئله کې  د پاکستان نه ملاتړ ته دوام ورکوي  او هیله کوي چې  د کشمیر مسئله  د ملګروملتونو سازمان د پریکړو په رڼا کې  حل شي.

د پاکستان ولسمشر وروسته یاشار ګولر ته  د پاکستان د امتیاز عالي نښان چې د ولسمشرانو نه وروسته  تر ټولو  ځانګړو  چارواکیو ته ورکول کیږي  ورکړ.



اړوند خبرونه