د سوري کډوالو په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

اردوغان : نړۍوالې ټولنې د سوري کدوالو په مسئله کې د ترکېې سره د نصیحت د مرستې نه پرته بله کومه مرسته نده کړې

1298332
د سوري کډوالو په اړه د ولسمشر اردوغان ډیرې مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې لخوا په سوریه کې جوړې شوې د امن سیمې نن ورځ پدې هیواد کې  تر ټولو خوندي  او ژوند کولو په خاطر  تر ټولو مناسبې سیمې دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون  په استانبول کې  جوړه شوې  د طب د نړۍ په شپږمه  عمومي  کانګره کې  وکړې. ولسمشر اردوغان دلته د خپلې وینا په ترڅ کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیې په سوریه کې د سولې چینې پوځي عملیاتو سره  سوري کډوالو ته خپل هیواد ته د ستنیدو او په خپل هیواد کې د اوسیدو په خاطر  ډیرې زیاتې سیمې  خوندي  او د امن په سیمو بدلې کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د کډوالو په مسئله کې به د ملګروملتونو د سازمان سره  یو ځل بیا خبرې وکړو.

هغه وویل چې د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریس سره  به لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې به د هغه نه  د سوري کډوالو لپاره د مرستې راټولو په خاطر د یوې نړۍوالې غونډې  د جوړولو غوښتنه وکړم. هغه ته به ووایم چې دا غونډه دې ملګري ملتونه جوړه کړي. که چیرې  تاسې دا اقدام وکړ  ښه تر ښه  او که نوي ترکیه مجبوره ده چې  پخپله لاس په کار شي. پخپله د سوریې کډوالو سره د مرستې راټولو په خاطر نړۍواله غونډه  جوړه کړي.که چیرې  دې  خبرې  نتیجه ورکړه  خو  دا به ډیره ښه وي او که نتیجه يي ورنکړه  ترکیه به په خپلو امکاناتو  د تل ابیض او راس العین  ترمنځه د کډوالو ښار  او ښارګوټي  جوړ کړي.

ولسمشر اردوغان وویل " د کلونو راهیسې  ترکیه  د میلیونونو تنو کډوالو کوربه توب کوي. نړۍوالې ټولنې د کډوالو په مسئله کې مونږ  سره یواځې د نصیحت  مرسته کړې ده . نن  ورځ هغه ذهنیتونه چې  یو څاڅکې تیلو ته  د انسانانو پر روانو وینو اهمیت ورکوي  د هغوې  سترګې ، فکر او ذکر  په سوریه او د نړۍ په هر ګوټ کې یواځې  خپلو شخصي منافعو  ته  دي. هغوې بل څه نه ویني. خو مونږ  چې کله  خپل شاوخوا ته ګورو یواځې انسان، بشر  او ژوند  ګورو. د نورو سره  زمونږ تر ټولو  لوی  توپیر همدا خبره ده. "

ولسمشر اردوغان وویل  هغه هیوادونو  چې  د تیرو کلونو راهیسې  د سوري کډوالو په مسئله کې  د خپلو پولو نه  د اغزنو مزو د چاپیرولو نه  بل هیڅ  ندي کړي نن ورځ  دا کډوال خپل کور او هیواد ته د ستنولو پر مخ کې  خنډونه جوړوي.

خو مونږ د چا  څه کولو  او څه ویلو ته  غوږ نه ږدو  ، مونږ  به  لکه څرنګه چې تر ننه پورې مو  تل د مظلومو  او رنج دیدو  سره  مرسته کړې او خپلې دروازې مو ورته پر مخ  پرانیستې دي او ددینه وروسته به هم  همدې کار ته دوام ورکړو.

پور باور لرم چې ترکیې  ددې کار سره  یواځې خپل مسئولیت  پر ځای کړی ندی  بلکې د ټولې نړۍ  او بشریت  عزت ، شان او شوکت يي  ژغورلی دی.   



اړوند خبرونه