د ترکیې ملي شورا د امریکا د ولسي جرګې د وروستیو پریکړو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
د ترکیې ملي شورا د یوې پریکړه لیک په تصویبولو سره د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې لخوا د ترکیې پر خلاف تصویب شوي د قانون مسودې غندلي او رد کړي دي.
![د ترکیې ملي شورا د امریکا د ولسي جرګې د وروستیو پریکړو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b622/99be/837e/5dba9d2257bfd.jpg?time=1718733091)
د ترکیې په ملي شورا کې په تصویب شوې پریکړه کې لیک کې راغلي دي چې
" د امریکا ولسي جرګې د یوې برخې لخوا رامنځته شوو د ارامنه عام وژنو ادعاګانو نه ملاتړ کول ، د عقل او وجدان خاوندانو وکیلانو د ټولو اعتراضاتو سره سره ددې ادعاګانو تصویبول د ترکیې د ملي شورا په توګه تاسف سره غندو او ردو. "
په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ددینه مخکې په تیرو کلونو کې هم ورته اقدامات ترسره شوي وو خو په ولسي جرګه کې په نوموړو ادعاګانو د رای اچونې پر مهال پدې اندازه د ترکیې پر خلاف ښکاره دښمني نوه ښودل شوې.
په تیره شوې دې موده کې په تاریخي اسنادو کې کوم بدلون ندی راغلی ، بدلون نن ورځ د کوچنیو منافعو په خاطر په شرم اوره سیاسي ذهنیت کې راغلی دی . د امریکا د ولسي جرګې دا پریکړه او تصمیم په ښکاره توګه په تاریخي حقایقو پرده غوړول، سترګې پټول او انکار کول دي.
ترکیې تل ددې ډول بې بڼسټه ادعاګانو په مقابل کې د تاریخي ارشیفونو په پرانیستو ټینګار کړی دی او ویلي دي چې ددې مسئلې په اړه پریکړه او قضاوت کول د سیاسینونو نه بلکې د تاریخ پوهانو دنده ده.
د ترکیې د ملي شورا لخوا په تصویب شوې پریکړه لیک کې د امریکا د ولسي جرګې لخوا د ترکېې پر خلاف په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو پر بهانه د تحریمونو لګولو اړوند د بلې مسودې د تصویبولو نه د ابتزاز یا بلک میل په توګه یادونه کړې ده.
په پریکړه لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې " ترکیې هیڅکله د چا ابتزاز یا بلک میل ته غاړه نده ایښې ، د امریکا د ولسي جرګې دا پریکړه هم ټول د یو وجود په څیر په ډیره کلکه توګه غندو او ردو. "
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718733092)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718733092)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.