ولسمشر اردوغان د ټي آر ټي رئیس او ټولو کارکوونکو ته تسلیت مراتب وړاندې کړل
ولسمشر اردوغان په لندن کې د ټي آر ټي په دفتر د برید له امله د ټي آر ټي د عمومي رئیس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان په پلازمینه لندن کې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون اړوند په انګلیسي ژبه نشرات کوونکي ( ټي ار ټي نړۍ ) تلویزیون په دفتر د پ ک ک ترهګرې ډلې د پلویانو لخوا د برید له امله د ټي آر ټي عمومي رئیس ته د ټيلیفون په کرښه تسلیت وړاندې کړ.
ولسمشر اردوغان اردوغان د ټي ار ټي د عمومي رئیس ابراهیم ایرن نه د نوموړي برید په اړه معلومات واخیستل او هغه او د ټي آر ټي ټولو کارکوونکو ته يي تسلیت ووایه.
د ویلو ده چې تیره ورځ د پ ک ک ترهګري سازمان یوې ډلې پلویانو په لندن کې د ټي آر ټي نړۍ د تلویزیون په دفتر برید وکړ.
نوموړې څه باندې ۵۰ کسیزې ترهګرې ډلې د څه باندې یو ساعت لپاره د ټي آر ټي نړۍ د تلویزیون د دفتر لوی سالون اشغال کړی وو چې وروسته د پولیسو لخوا په زور سره د ودانۍ نه وویستل شول.
د لندن پولیسو ددې پیښې نه وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر ونیول . په برید کې د ټي آر ټي نړۍ کارکوونکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې د پ ک ک پلویان په اروپا کې د ترکیې په یو ادارې برید کوي. نوموړو ددینه مخکې هم د اروپا په یو زیات شمیر ښارونو کې د ترکانو اړوند په جوماتونو، دوکانونو او حتا د رسنیو په دفترونو بریدونه کړي دي.
پداسې حال کې چې پ ک ک سازمان د انګلستان د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل دی خو بیا هم دا هیواد د نوموړو پر وړاندې کوم اقدام نکوي. د انګلستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د قانون له مخې پدې هیواد کې د ترهګریزو سازمانونو اړوند د هر ډول سمبول، بیرغ او یا کتاب او داسې نورو انتقال جرم دی.
خو د ټي آر ټي نړۍ پر تلویزیون برید کوونکو د ځانونو سره د پ ک ک ترهګرې ډلې د مشر زنداني عبدالله اوجالان عسکونه، تش په نامه بیرغ او داسې نور سمبولونه انتقالول.
همداشان په انګلستان کې د قانون له مخې د یو ترهګریز سازمان سره د چا د تړاو او غړیتوب د ثابتیدو په صورت کې هغه تر لسو کلونو پورې په بند محکومیږي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د ډونلد ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه.