ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر، هالنډ او ډنمارک د لومړیو وزیرانو سره لیدنې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د هالنډ لومړي وزیر ډیک سخوف او د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن سره جلا جلا لیدنې وکړې.

2207936
ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر، هالنډ او ډنمارک د لومړیو وزیرانو سره لیدنې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د هالنډ لومړي وزیر ډیک سخوف او د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن سره جلا جلا لیدنې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې اردوغان په هنګري کې د اروپا سیاسي ټولنې په غونډه کې له مکرون سره په لیدنه کې د تورکیې او فرانسې اړیکو ترڅنګ سیمه ییز او نړیوال مسایل وڅیړل.

ولسمشر اردوغان په دې لیدنه کې وویل چې د تورکیې او فرانسې اړیکې تاریخي ریښې لري او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا به دواړو هیوادونو ته ګټه ورسوي.

اردوغان وویل چې تورکیه د اروپایي ټولنې د بشپړ غړیتوب ستراتیژیک لید لري، د پروسې بیا راژوندي کول اړین دي، د (اروپایي ټولنې او تورکیې ترمنځ) د ګمرکي اتحادیې تازه کول او (ترکي وګړو ته) د ویزې معافیت په اړه ژمنې باید پوره شي. هغه زیاته کړه چې د اوکراین-روسیې، اسرائیل-فلسطین، اسرائیل-لبنان او نورو کړکیچونو د سولې له لارې او دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې حل د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

ولسمشر اردوغان همدارنګه د هالنډ لومړی وزیر سخوف سره هم لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د تورکیې-هالنډ اړیکې، سیمه ییز او نړیوال مسایل وڅیړل شول، اردوغان وویل چې د اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي، په ځانګړي توګه د دفاعي صنایعو، شنې او ډیجیټل بدلون او د انرژۍ په برخو کې د همکارۍ د فرصتونو د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیه د اروپایي ټولنې د بشپړ غړیتوب په موخه کار کوي، د پروسې بیا راژوندي کول او د ګمرکي اتحادیې تازه کول د اتحادیې په ګټه دي.

اردوغان زیاته کړه چې تورکیه په اوکراین، فلسطین او لبنان کې په ځانګړي توګه د نړۍ سوله او امنیت ګواښونکو ټولو کړکیچونو کې د دوامداره ثبات د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي، په ځانګړي توګه د اسرائیلو د تیري د درولو لپاره د نړیوالې ټولنې یوځای کار مهم دی.

د ولسمشرۍ د عامه اړیکو ریاست له خوا په خپور  کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د تورکیې او فرانسې دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ سیمه ییز او نړیوال مسایل وڅیړل شول.

د ډنمارک له لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن سره په لیدنه کې چې دوه اړخیزې اړیکې، سیمه ییز او نړیوال مسایل وڅیړل شول. اردوغان وویل چې د تورکیې او ډنمارک اړیکې د دوه اړخیزې سوداګرۍ له لارې د پیاوړي کولو لپاره کار کوي او په دې برخه کې هڅې روانې وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اروپایي ټولنې سره د تورکیې د یوځای کیدو پروسې د بیا راژوندي کولو او د ګمرکي اتحادیې د پیاوړي کولو لپاره د اتحادیې له غړو هیوادونو څخه د ګام پورته کولو تمه کیږي، دا به اروپایي ټولنې ته ځواک ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې اسرائیل په غزه کې په ځانګړي توګه په فلسطیني خاوره او لبنان کې د بشریت پر وړاندې جرمونه کوي، پر اسرائیل د سیاسي او دیپلوماتیک فشار د زیاتولو لپاره د ټولو هیوادونو هڅې مهمې دي.

 



اړوند خبرونه