ترکیې  د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیه : ترکیه د کردانو دښمن نه بلکې ملاتړی دی

1124972
ترکیې  د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارتباطاتو  رئیس  فخرالدین التون د ټرمپ په غبرګون کې ویلي دي چې  ترکیه د کوردانو دښمن نه بلکې  د هغوې د حقونو مدافع  او ملاتړ  دی. ترکیه د کوردانو سره هیڅډول  ستونزه نلري.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارتباطاتو رئیس  فخرالدین التون دا څرګندونې د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ټولنیزې مډیا له لارې کړي دي.

هغه  په خپور کړي پيغام کې ویلي دي« زمونږ لپاره اساسي مسئله د ملي امنیت دی. د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې عنصر  تعینوونکې مسئله هم همدا ده. »

ترهګرۍ اصلي سرچینه  خوا اډیالوژیکه، خوا دیني او که دیني وي زمونږ لپاره  اهمیت لري. ترهګر  ترهګر  دي  او باید چې ریښې وچې کړی شي. ترکیه په سوریه کې هم  همدا کار کوي.

ترکیه په سوریه کې  د کوردانو سره  کومه ستونزه نلري. زمونږ  ستونزه  د پ ک ک او په سوریه کې د هغوې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو ډلو سره  ده.

ترکیه به  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د قوي او کلکې ارادې سره  دوام ورکړي.



اړوند خبرونه