په ترکیه کې د غبرګو سترو فاجعو  مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې د دوو فاجعو مخه ونیول شوه

1080181
په ترکیه کې د غبرګو سترو فاجعو  مخه ونیول شوه.

لومړی د هیواد امنیتي ځواکونو په دیارباکر  ولایت کې  درې تنه  ترهګر  چې  په دریو لویو ښارونو کې  د خونړیو  بریدونو  پلان جوړ کړی وو  د خپل دې شومو  پلانونو د عملي کولو په خاطر يي  ځینې ګامونه هم اوچت کړي وو  لاس په لاس ونیول شول.

د نوموړو ترهګرو سره  یو زیات شمیر وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.

د بله پلوه  د ترکیې د مالاتیا  په ولایت کې  د چاودیدونکو توکو نه بار یو موټر ونیول شو.

د مالاتیا ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نن  د سهار په ساعتونو کې  د یاد شوي ولایت په دخولي  برخه کې  د پلټنو په یوې نقطه کې  یو موټر  چې ۲۸ کیلوګرامه  سي ۴ ډوله  چاودیدونکي  مواد پکې په ډیر مهارت سره  ځای په ځای شوي وو  ونیول شول.

ویل کیږي  پولیسو  یو شکمن موټر  ودرو. په پلټنو کې  په موټر کې  په ډیر مهارت سره  ځای په ځای شوي  چاودیدونکي توکو  ونیول شول.

ویل کیږي  د چاویدونکو توکو سره  یو ځای ځینې الکترونیک  توکي چې د بمونو په جوړولو او چاودنو کې کارول کیږي هم  نیول شوي دي.

د موټر چلوونکی  ونیول شو.

همداشان د دیارباکر ولایت د دیجلې په ولسوالۍ کې  د پ ک ک ترهګرې دلې  ۳ تنه  غړي  چې ۳ لویو ښارونو کې  د خونړیو بریدونو پلان جوړ کړی وو  د خپلو وسلو او مهماتو سره  یو ځای ونیول شول.

ترهګر نیول شوي  او تحقیقات ترینه دوام لري. په لومړنیو تحقیقاتو کې  دا معلومه شوې ده چې نوموړو ترهګرو  په ۳ لویو ښارونو کې د خونړیو بریدونو پلان جوړ کړی وو.

د نوموړو ترهګرو سره  ۳ میله کلاشینکوف، ګن شمیر لاسي بمونه، چاودیدونکي توکي، دوربینونه، په بمونو کې کاریدونکي  پټاقۍ  او نور مواد نیول شوي دي.



اړوند خبرونه