په ترکیه کې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په ترکیه کې د کډوالو کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه

971098
په ترکیه کې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په ترکیه کې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

د ویلو ده چې  تیره شپه  د ۱۱ بجو په شاوخوا کې  د ترکیې د چناک کلا په ولایت کې  د ناقانونو  کډوالو  یوه کښتۍ چې  د اروپا  پر لورې روانه  وه  د نامعلوم لامل له امله  په اوبو کې ډوبه شوه.

په پیښه کې  د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۷ تنه مړه  او ۱۳ تنه نور لا درکه شوي دي.

د چناک کلا ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  ناقانونه  کډوالو کښتۍ چې  د یونان د میدیلي ټاپو ته  د تیریدو هڅه کوله  د ایوه جک ولسوالۍ اړوند  د باباکلا بندر ته نږدې  په اوبو کې ډوبه شوه.

د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د سیمې کب نیوونکو  سمدلاسه  ساحل  امنیت قومندانۍ ته  خبر ورکړ. لومړنۍ مداخله کب نیوونکی وکړه او ۱۳ تنه کډوال يي وژغورل .

د ژغورنې ډلې  راورسیدې  او د  دوو تنو ماشومانو  په ګډون  د ۷ تنو مړي د اوبو نه راوویستل.

همداشان  د لا درکه شوو  ۱۳ تنو د موندولو په خاطر عملیات دوام لري.  د کډوالو مړي  د باباکلا  بندر ته راوړل شوي دي.

د پیښې د قربانیانو هویت  معلوم  ندی. مړي به د هویت د معلومولو په خاطر  روغتون ته ولیږدول شي.

 



اړوند خبرونه