په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د ترکیې وسله والو پوځ   سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې  د وژل شوو ترهګرو  وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

925151
په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د ترکیې وسله والو پوځ   سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې  د وژل شوو ترهګرو  وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

د ترکیې  ستردرستیزوالۍ  د رسنیو دفتر  په خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي دي چې  د ترکیې  وسله والو ځواکونو  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه  د سوریې په عفرین  سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې  د مارچ تر اومې نیټې  جمعآ  ۳۰۵۵ تنه  ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي په عفرین کې  د زیتون څانګې  عملیات د قوي ارادې سره  دوام لري  . د عملیاتو په ترڅ کې  تر اوسه پورې  نږدې  ۸۰۰ کیلومتره  سیمه  د ترهګرو  نه تصفیه شوې  او د وسله والو ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د ترکیې وسله وال ځواکونه  د عفرین ښار  پر لورې  پرمختګ ته دوام  ورکوي.



اړوند خبرونه