په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د سوریې د عفرین په سیمه کې د وژل شوو ترهګرو شمیره ۳ زرو تنو ته قابو شوه

924479
په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د ترکیې وسله والو ځواکونو  لخوا د سوریې د عفرین په سیمه کې د وژل شوو ترهګرو  وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

د ترکیې ستردرستیزوالۍ  د رسنیو دفتر لخوا پدې اړه به خپره شوې خبرپاڼه کې  د سوریې د عفرین په سیمه کې په روانو عملیاتو کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي ، وای پ جي  او داعش ترهګرو  پر خلاف  د پیل شوو عملیاتو  په ترڅ کې  د مارچ تر شپږمې نیټې  پورې  جمعآ  ۲۹۴۰ تنه  ترهګر  له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې  د ۱۱۹ کلو او ۳۰ ستراتیژیکو نقطو په ګډون  جمعآ  ۱۴۹ سیمې  د ترهګرو نه ژغورل شوي  او تصفیه شوي دي.

په روانو عملیاتو کې  ۷۵۰ کیلومتره  سیمه د ترهګرو نه  پاکه شوې ده . همداشان  د عفرین د ښار د مرکز پر لورې پرمختګ  دوام لري.



اړوند خبرونه