په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د ترکیې وسله وال پوځ  د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

923463
په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه

د ترکیې وسله وال پوځ  د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

د ترکیې د ستر درستیزوالۍ  د رسنیو د دفتر لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک، ک جي ک ، وای پ جي ، پ وای ډي او داعش ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف  د پیل شوو عملیاتو  په ترڅ کې  ۲۸۷۲ تنه ترهګر  وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ترکیې د وسله وال پوځ او ازادې سورې د ځواکونو لخوا په ګډه روانو د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې  په لسګونو کلي  او علاقدارۍ  د ترهګرو نه تصفیه شوي دي  . یاد شوو سیمو ته  اصلي خاوندانو د راستنیدو بهیر هم  پیل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې نږدې  ۴۰ تنو  جنګیالیو  د خیشتو کمپلو لاندې  غوښتل چې  د بې پيلوته الوتکو  نه  ځانونه  پټ  او په وسله والو ځواکونو  پټ برید وکړي  خو  د الله په فضل چې  خپل شوم  هدف ته ونه رسیدل.

د ترکیې  بې پیلوته الوتکو  دا ترهګر  کشف  او  پرې  درانده بریدونه وکړل.

همداشان  په عفرین  د ښار د مرکز پر لورې  پرمختګ په چتکۍ سره  دوام لري. د ترکیې وسله وال ځواکونه د ازادې سوریې د ځواکونو سره  په ګډون  د دریو خواوو نه  د عفرین پر لورې پرمختګ کوي.



اړوند خبرونه