په بورسا ولایت کې چاودنه وشوه

د ترکیې  د بورسا په ولایت کې د رنګونو  په  فابریکه کې زوروه چاودنه وشوه.

843306
په بورسا ولایت کې چاودنه وشوه

د ترکیې  د بورسا په ولایت کې د رنګونو  په  فابریکه کې زوروه چاودنه وشوه.

د بورسا ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه  د بورسا ولایت ګل سو په ولسوالۍ کې  انقرې بورسا ولایت لویې لارې ته نږدې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو شمیرو له مخې په چاودنه کې  ۴ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چاودنې نه وروسته د فابریکې لویه برخه  ونړیده. چاودنه دومره  زوروره  وه چې  لویه فابریکه په کڼوالې  بدله کړې ده .

د چاودنې غږ د ښار په ډیرو لرو پرتو سیمو کې  اوریدل شوی دی. د بورسا ولایت والي ویلي دي چې په چاودنه کې  ۴ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

چاودنې  د ځاني زیانونو سربیره ډیر زیات مالي زیانونه اړولي دي. چاودنې د فابریکې خوا او شا ته ولاړ  تر شلو ډیر موټرې له منځه وړي دي.

د بورسا والي  ویلي دي چې د چاودنې لامل ناڅرګند  دی . د پيښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.


پيوندونه: #ترکیه , #بورسا , #چاودنه

اړوند خبرونه