ايران ته د اردوغان سفر

ټاكل شوې ده چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ايران د ولسمشر حسن روحاني په رسمي بلنه سبا ته تهران ته سفر وكړي.

819417
ايران ته د اردوغان سفر

 

 

د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې اردوغان به تهران كې ددې هېواد د ديني مشر علي خامنه ايي او خپل ايراني سيال  روحاني سره جلا جلا كتنې وكړي.

ددې ليدنې پرمهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځ د همكاريو د عالي شورا څلورمه غونډه ترسره شي.

د ليدنې پر مهال به د دوه اړخيزو اړيكو سربېره د سوريې او عراق په ګډون په اړوندو سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو باندې هم بحث وشي.

دواړه هېوادونه په سيمه كې د ښو اړيكو درلودونكي دي. ددې اړيكو د لا پراختيا پر لارو چارو به هم خبرې اترې وشي.

دا ليدنه د ايراني ولسمشر حسن روحاني لخوا له انقرې نه د هغې ليدنې په مقابل كې ترسره كيږي چې د تېر ميلادي كال د اپرېل د مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شوې وه.



اړوند خبرونه