د ترکیې د کوجه یلی په ولایت کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه.
په ترکیه کې د کډوالو فاجعه رامنځته شوه
د ترکیې د کوجه یلی په ولایت کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه.
د ترکیې د سواحلو د امنیت قومندانۍ د معلوماتو له مخې د کوجه یلي ولایت د کفکان په سواحلو کې د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
په پیښه کې تر اوسه پورې ۴ تنه مړه او د ۱۵ نه تر ۲۰ تنو پورې لادرکه شوي دي.
۳۸ تنه کډوال د سواحلو د امنیت لخوا ژغورل شوي دي.
د لا درکه شوو کډوالو د موندولو په خاطر عملیات دوام لري.
د ترکيې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې څه باندې ۶۰ تنه کډوال د کب نیونې په یوې وړې کښتۍ کې سپاره وو او غوښتل يي چې اروپا ته تیر شي چې د کفکان په سواحلو کې د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبه شوه.
د کښتۍ د ډوبیدو نه وروسته د سواحلو امنیت او ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او ۳۸ تنه کډوال يي وژغورل. تر اوسه پورې د ۴ تنو مړي د اوبو نه راویستل شوي او د ۱۵ نه تر ۲۰ تنو پورې کډوال لادرکه شوي دي.
د لا درکه کسانو د موندولو په خاطر هلې ځلې دوام لري. د پیښې د قربانیانو هویت نامعلوم دی.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.