د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د لیدنې پلان جوړ کړ

د روسیې ولسمشر ترکیې ته راځي

811338
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د لیدنې پلان جوړ کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ  سره د لیدنې نه وروسته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدنه کوي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان چې د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګدون په خاطر نیویارک ښار ته تللی دی هلته د امریکا د ولسمشر ټرامپ سره  ولیدل.

ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره د لیدنې نه وروسته وویل چې  د روسیې د ولسمشر پوتین سره به هم  مهمه  لیدنه وکړي.

د بله پلوه د روسیې د ولسمشر ویاند  نن خبري رسنیو ته وویل چې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د سرمشریزې په خاطر  هلې ځلې دوام لري. د دواړو هیوادونو د مشرانو د لیدنې په خاطر  کار دوام لري.

د پروګرام د معلومیدو نه وروسته  به خبري رسنیو ته  د لیدنې د وخت په اړه معلومات ورکړي.

د یادولو وړ ده چې  د ولسمشر اردوغان او پوتین  دا لیدنه  په پروګرام کې نوه او په ناڅاپي توګه پلان شوې ده . د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دا لیدنه به په پلازمینه انقره کې  ترسره شي.

د روسیې ولسمشر به  د سپتمبر په ۲۸ مه نيټه  انقرې ته راشي او د ولسمشر اردوغان سره به وویني.

په لیدنه کې به د ترکیې او روسیې د اړیکو سربیره  د ایران ، روسیې او ترکیې ترمنځه  په سوریه کې  د امن د سیمې په پروژې خبرې وشي.

دویمه مهمه مسله  بیا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو مسله ده.

همداشان  ترکیه او روسیه به  د عراق په شمال کې  د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د ترسره کیدونکي ټولپوښتنې په اړه هم  خپل نظریات  شریک کړي. همداشان په سوداګریزو او اقتصادي مسلو هم په هر اړخیزه توګه خبرې وشي.



اړوند خبرونه