د تركيې په اړه د اروپا د پارلمان پرېكړه په نشت حساب ده.
د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو د بهير د ځنډولو په اړه د اروپا د پارلمان پر پرېكړه نيوكه وكړه.
د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو د بهير د ځنډولو په اړه د اروپا د پارلمان پر پرېكړه نيوكه وكړه.
ييلدرم چې په انقره كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل څرګنده كړه چې په اروپايي ټولنې كې د تركيې د غړيتوب په اړه زموږ سياست همداسې پر ځاى دى.
ييلدرم زياته كړه چې ``اروپايي ټولنه بايد صميمي وي او د خپلې راتلونكې په اړه پرېكړه وكړي. داسې پرېكړه چې له مخې يې د تركيې د غړيتوب يا نه غړيتوب په اړه صميمي پلان نيول شوى وي. زموږ لپاره د اروپايي ټولنې د لوړپوړو چارواكو اراده مهمه ده. د دوى پرېكړه زموږ لپاره مهمه ده او په همدې اساس به موږ هم اړوند تدابير ونيسو.``
ييلدرم دا هم وويل چې اروپايي ټولنه دې پر موږ د نيوكو پر ځاى لومړى د ځان په اړه فكر وكړي. له ځانه دې پوښتنه وكړي چې هلته د پې كا كا د ترهګرې ډلې د غړو فعاليت ولې دومره زيات دى؟ د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې منسوبينو ته يې ولې پناه وركړې ده؟ په اروپايي ټولنه كې د تركيې غړيتوب، د تركيې هومره د ټولنې په ګټه دى. د اروپا امنيت له تركيې پيليږي. همدې حقيقت ته په كتلو سره هرڅوك بايد خپل مسوليت ادا كړي.``
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.