له  ۹۷۹ ورځني هجران وروسته د وصال اوښكې

دا ورځ د تركيې په تاريخ كې ځانګړى اهميت لري. د تركيې د جمهوريت په ۹۴ كلن عمر كې د لومړي ځل لپاره ولسمشر د يو ګوند رسمي غړى كيږي.

724506
له  ۹۷۹ ورځني هجران وروسته د وصال اوښكې

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په ۲۰۱۴م كال كې د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره په خپل لاس د تاسيس كړي ګوند عدالت او پراختيا نه جلا شوى وو، نن د شانداره مراسمو په ترڅ كې بېرته د خپلو ګوندي ملګرو سره يو ځاى شو.

اردوغان په تركيه كې د اپرېل د ۱۶مې نېټې د ټولپوښتنې په پايله كې په اساسي قانون كې د بدلون په پايله  نن د ۹۷۹ ورځو هجران وروسته په رسمي توګه د عدالت او پراختيا د ګوند غړى شو.

اردوغان د خپل ګوند لوړپووړو غړو ته وينا په ترڅ كې وويل چې`` د ۲۰۱۴م كال د اګست په ۲۷مه نېته د خپل ملت لخوا د ولسمشر په توګه وټاكل شو او اساسي قانون له مخې دې ته اړ شو چې د ګوند سره اړيكې پرې كړم. نن ورځ هغه ګوند ته چې له موسسينو له جملې نه يم راستون شو. خپل كور، خپلې مينې او خپلو هيلو ته راستون شو. د الله ج شكر ګزاره يم چې پوره ۹۷۹ ورځې وروسته دا هجران پاى ته رسيږي. يو ځل بيا دلته تاسې ته السلام عليكم وايم.``

اردوغان د عدالت او پراختيا له ګونده جلا والى موقتي او د قانون له مخې رسمي وبللو خو زياته يې كړه چې زړونه يې تل د يو بل سره نږدې ول. د زړونو ترمېنځ دېوالونه جوړول ناممكن كار دى.

دا ورځ د تركيې په تاريخ كې ځانګړى اهميت لري. د تركيې د جمهوريت په ۹۴ كلن عمر كې د لومړي ځل لپاره ولسمشر د يو ګوند رسمي غړى كيږي.

په تركيه كې د اپرېل د مياشتې په ۱۶مه نېټه د ټولپوښتنې په پايله كې د اساسي قانون ځينو مادو بدلون وموند چې تر ټولو مهمه يې د هېواد پارلماني سيستم په رياستي سيستم بدلون وو.  



اړوند خبرونه