ولسمشر اردوغان ته د نړۍ د څلورو ګوډونو نه مبارکۍ راروانې دي

په ترکیه کې  د اساسي قانون  د تعدیل  او حکومتي  سیستم  د بدلون په خاطر د ټولپوښتنې  د غیرې رسمي  پایلو د اعلانیدو نه وروسته  د نړۍ د څلورو ګوډونو نه  ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ  پیغامونه  راراوان  دي.

714089
ولسمشر اردوغان ته د نړۍ د څلورو ګوډونو نه مبارکۍ راروانې دي

  په ترکیه کې  د اساسي قانون  د تعدیل  او حکومتي  سیستم  د بدلون په خاطر د ټولپوښتنې  د غیرې رسمي  پایلو د اعلانیدو نه وروسته  د نړۍ د څلورو ګوډونو نه  ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ  پیغامونه  راراوان  دي.

د ترکیې  خلکو  د تیرې ورځې  ټولپوښتنې  په ترڅ کې  د اساسي قانون تعدیل  او حکومتي  د پارلماني  نه  ریاستي ته  د اوښتو  مسله  د ۵۱ عشاریه  ۳ سلنه  رایو سره  ومنله.

د هر چا نه مخکې  لومړی  د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف  ولسمشر اردوغان  ته د ټیلیفون په کرښه مبارکي ورکړه. د اذربایجان ولسمشر علیوف  د ترکیې خلکو اکثریت  د اساسي قانون  د تعدیل  او نوي حکومتي  سیستم نه  د ملاتړ کولو له امله  ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله.

ولسمشر اردوغان  د علیوف نه  په مننې سره ویلي دي چې ددینه وروسته به د ترکیې او اذربایجان  ترمنځه د ورورلۍ او دوستۍ  اړیکې  په هره برخه کې لا پسې قوي  او پياوړې شي.

د اذربایجان ولسمشر  د ټیلیفون له لارې د مبارکۍ ورکولو سربیره  ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پیغام هم  رالیږلی دی.

په پيغام کې راغلي دي « پرته  د شکه  چې  ددې ټولپوښتنې پایلې  به د ورور هیواد په تاریخ کې  د نوې دورې  پيل وي.ددې سره به  په نړۍ کې  د ځواکمنې  ترکیې  موقف  او لا پسې  پياوړی شي. »

همداشان  د قطر امیر  شیخ تمیم بن حمد او د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم  ولمسشر اردوغان د ټیلیفون په کرښه مبارکي وویله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  د قطر امیر بن حمد  او د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ترکیې په اساسي قانون کې  تعدیل  او په حکومتي سیستم کې بدلون د لخوا په ټولپوښتنه کې د منلو له امله  مبارکي وویله.

همداشان د بحرین  پاچا حمد بن عیسی الخلیفه هم  ولسمشر اردوغان ته د ټيلیفون په کرښه مبارکي وویله.

همداشان  د افریقايي ټولنې  مشر او د ګینا د دولت رئیس  او د تونس  د النهضه د غورځنګ  مشر راشد الغنوشي  ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله.

ددې سربیره  د تونس پخواني  لومړي وزیر منصف المنرزوقي  او د حماس  ډلې  ولسمشر اردوغان ته مبارکي ورکړه. د حماس د ډلې د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل  د ټولپوښتنې د  غیرې رسمي پایلو د  اعلانیدو نه وروسته  ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله .



اړوند خبرونه